د پاکستان تحريک انصاف د مشر عمران خان د قافلې درې ګاډي کلکرهار سره نزدې ټکر شوي دي
باغي ټي وی رپورټ
د پاکستان تحريک انصاف د مشر عمران خان د قافلې درې ګاډي کلکرهار سره نزدې ټکر شوي دي.
دسرچينو ترمخه دغه پيښه دزيات سرعت له امله رامنځته شوې چې پکې درې گاډي سره ټکر شوي اؤ يو گاډى اوښتى.
په حادثه کې درې کسان ژوبل شوي دي چې په متاثره ګاډو کې د پي ټي آئي حافظ آباد کارکنان سپاره وو.
ياده دي وي چي عمران خان د توشه خانه کيس کښي حاضري لپاره د لاهور زمان پارک نه اسلام آباد ته د کاروان سره روان دے
د توشه خانې مقدمې اورېدنه به نن د جوډيشل کمپلکس په نېب کورټ نمبر يو کښې کېږي، د اېډيشنل سيشن جج ظفر اقبال عمران خان ته د فرد جرم لګولو لپاره طلب کړی دی.