د پاکستان ایټمی ساینسدان په حق ورسید
باغي ټي وي رپورټ
پاکستان په ټوله نړۍ کښې اولنۍ مسلمان ایټمی قوت واله هیواد جوړونکې ډاکټر عبدالقدیر خان ساه ورکړې ده، ایټمی ساینسدان ډاکټر عبدالقدیر خان د څه مودې راسې مریض وو.
په رسنیو خبروونه خپاره شوي دي چې د پاکستان ایټمی ساینسدان چې کله طبیعت خراب شو نه روغتون ته ورسول شول او د جیو نیوز رپورټ مطابق نن سحر په اووه بجې او ۴ څلور دقیقې ی ساه ورکړه.
جیو نیوز سره په خبرو کښې د پاکستان د داخله چارو وزیر شیخ رشید ویلي دي چې ډاکټر عبدالقدیر به د مکمل لوی سرکاری اعزاز سره خاورو ته وسپارل شي. د خدابخښلي جنازه به نن په اسلام آباد فیصل جماعت کښې په ۳ درې نیمې بجې ادا شي.
د پاکستان وزیراعظم عمران خان او نور مشرانو د ډاکټر عبدالقدیر په مړینه ډیر د غم څرګندونه کړې ده، عمران خان ویلي دي چې د وصیت مطابق دې ډاکټر عبدالقدیر د فیصل مسجد په احاطه کښې خاوره ته وسپارل شي.
عمران خان په خپل ټویټر پانړه یو ټویټ کړې او د ډاکټر عبدالقدیر په مړینه کښې د ډیر سخت غم څرګندونه کړې ده.
ڈاکٹرعبدالقدیر خان کے انتقال پر بےحد افسردہ ہوں۔ہمیں ایک جوہری اسلحے سےلیس ریاست بنانےمیں انکے اہم کردار کےباعث قوم انہیں محبوب رکھتی تھی۔ انکی اس خدمات نےہمیں خود سےبہت بڑے ایک جارحیت پسند اور جوہری ہمسائےسےمحفوظ بنایا۔ عوامِ پاکستان کیلئےان کی حیثیت ایک قومی ہیرو کی سی تھی۔
— Imran Khan (@ImranKhanPTI) October 10, 2021
په ټولنیزو رسنیو هم خلقو د ډاکټر عبدالقدیر په مړینه د غم څرګندونه کړې ده، ډاکټر عبدالقدیر خان ته خلقو نیکې پیرزووینې او هیلي وړاندې کړي چې هم ددې ایټمی ساینسدان په وجه نن پاکستان په نړۍ کښې یو ایټمی قوت دې.
https://twitter.com/nomanzakaria75/status/1447088311445696516