د لاهور د سوداګرۍ خونې مشر کاشف انور له هند سره د متقابل تجارت د پرانستلو غوښتنه وکړه

0
193

باغي ټی وی رپورټ
د لاهور د سوداګرۍ خونې مشر کاشف انور له هند سره د متقابل تجارت د پرانستلو غوښتنه وکړه.

لاهور چيمبر آف کامرس ته د هند مرستيال هائي کمشنر کاشف انور ته د رارسيدو په موقع په خپلو خبرو کښې اوويل چې دواړه ملکونه دا مهال د دوبۍ له لارې تجارت کوي کوم چې ګرانه ثابتيږي نو پکار ده چې ګټه ترې واخستل شي.

بل خوا د هند مرستیال هائی کمشنر ویلي چې هند په نړۍ کې لوی طاقت دی، تجارت کولی شي چې پاکستان او هند سره نږدې کړي، هند د معلوماتي ټکنالوژۍ او موبايل په برخه کې پرمختګ کړی، پاکستان او هند باید د یو بل له ټکنالوژۍ ګټه پورته کړي.

Leave a reply