د مسلم ليګ ن مشر ناصر بټ د برطانيې تابعيت پريښودو او د پنجاب اسمبلۍ انتخاباتو کښې د ګډون کولو اعلان کړے دې

باغي ټی وی رپورټ
د مسلم ليګ ن مشر ناصر بټ د برطانيې تابعيت پريښودو او د پنجاب اسمبلۍ انتخاباتو کښې د ګډون کولو اعلان کړے دے.
لندن کې مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال ناصر بټ اوويل چې دده په ضد دروغې مقدمې ختمې کړل شوي خو دپنجاب اسمبلۍ انتخاباتو کې دګډون لپاره يې پي پي ١٦ نه د نامزدګۍ کاغذونه جمع کړي دي.
ده ووئيل چې په پنجاب او خېبرپښتونخوا كښې به انتخابات وګټي٬ نواز شريف به هم ډېر زر په پاكستان كښې وي۔
ياده دې وي چې د پنجاب اسمبلۍ انتخاباتو لپاره به د اپرېل په 30مه نېټه ټاکل شوې ده چې پکې د بېلا بېلو سياسي ګوندونو د مشرانو لخوا د نامزدګۍ کاغذونه جمع کېږي.
د مسلم ليګ (ن) مشر حمزه شهباز هم د پنجاب اسمبلۍ انتخاباتو لپاره د دريو حلقو نه د نامزدګۍ کاغذونه جمع کړي دي، حمزه شهباز د پي پي 146، پي پي 147 او پي پي 163 نه د نامزدګۍ کاغذونه جمع کړي دي۔