د پاکستان تحريک انصاف (پي ټي آئي) مشر عمران خان د توشه خانې کيس کښې د حاضرۍ لپاره د لاهور زمان پارک نه اسلام آباد ته روان شو
باغی ټی وی رپورټ
د پاکستان تحريک انصاف (پي ټي آئي) مشر عمران خان د توشه خانې کيس کښې د حاضرۍ لپاره د لاهور زمان پارک نه اسلام آباد ته روان شو.
عمران خان به د کاروان په بڼه د موټروې له لارې اسلام اباد ته رسېږي.
د توشه خانې مقدمې اورېدنه به نن د جوډيشل کمپلکس په نېب کورټ نمبر يو کښې کېږي، د اېډيشنل سيشن جج ظفر اقبال عمران خان ته د فرد جرم لګولو لپاره طلب کړی دی.
عمران خان به نن د جي 11 جوډيشل کمپلکس کښې حاضر شي۔
سيشن عدالت په پرله پسې غير حاضرۍ د عمران خان د فرد جرم لپاره د جنورۍ په 31مه نېټه ټاکلې وه، سېشن عدالت د فرورۍ په 28مه نېټه د هغه ناقابل ضمانت ګرفتاري وارنټ جاري کړی وو، اسلام اباد هائي کورټ د مارچ په 7مه نېټه
د گرفتارۍ وارنټ معطل کړی او په 13م مارچ يې د حاضرېدو امر کړی ؤ.
د عمران خان د نه ضمانتي ګرفتارۍ وارنټ د مارچ په دیارلسمه د هغه د حاضریدو نه پس بیرته بحال شو.
سیشن کورټ د عمران خان د ګرفتارۍ وارنټ د مارچ په اتلسمه نېټه جاري کړی وو او د هغه د وړاندې کولو امر یې کړی وو، اسلام آباد هائی کورټ پولیس ته د عمران خان د نیولو نه منع کړی وو چې نن عدالت ته حاضر شي.
چيف کمشنر اسلام آباد د توشه خانه کيس سماعت تيره ورځ جوډيشل کمپلکس ته منتقل کړے دے۔