په لوى کوهستان کې د اور لګېدنې له امله ١١ تنه مړه او دوه ماشومان ټپيان شوي، په وژل شويو کې شپږ نجونې، درې هلکان او دوه ښځې دي

0
181

باغی ټی وی رپورټ
په لوى کوهستان کې د اور لګېدنې له امله ١١ تنه مړه او دوه ماشومان ټپيان شوي، په وژل شويو کې شپږ نجونې، درې هلکان او دوه ښځې دي.

د کوهستان ولسوالۍ په سرپاتان سیمه کې د شپې ناوخته په یوه کور کې ناڅاپه اور ولګېد، د اور د شدت له امله د کور چت پرېوتو.

د اور وژنې عملې، ځايي خلکو او د ژغورنې عملې اور ولګېد او د مړو او ټپيانو مړي يې راويستل او روغتون ته يې يوړل.

په وژل شویو کې ۶ نجونې، درې هلکان او دوه ښځې شاملې دي او په ټپیانو کې دوه ماشومان هم په روغتون کې تر درملنې لاندې دي.

د ژغورنې چارواکي وايي، د اور لګېدو لامل نه دی معلوم.

بل لوري ته دخيبرپښتونخوا نگران وزيراعلي محمد اعظم خان په لوئي کوهستان کې داور لګيدو په پيښه خواشيني ښودلې اؤ مقامي انتظاميې ته يې هدايات کړي چې ژوبل کسانو ته په وخت مرستې ورسوي.

Leave a reply