د پاکستان تحریک انصاف ګوند له حکومت سره خبرو ته چمتووالی ښودلی او د خبرو لپاره یې د غونډې د نېټې او ځای غوښتنه هم کړې ده

باغی ټی وی رپورټ
د پاکستان تحریک انصاف ګوند له حکومت سره خبرو ته چمتووالی ښودلی او د خبرو لپاره یې د غونډې د نېټې او ځای غوښتنه هم کړې ده.
د پي ټي آئي مشر فواد چوهدري په خپل يو بيان کښې وئيلي دي چې عمران خان د مذاکراتو ملاتړ کړے دے، اعظم نذير تارڑ هم هره ورځ بيانونه ورکوي چې سره کښېني او ستونزې حل کړي.
فواد چوهدري وئيلي دي چې وزيراعظم شهباز شريف هم د مذاکراتو غوښتنه کړې ده، حکومت دې يو ګام وړاندې کړي، د خبرو عمل دې د بيان نه بهر کړي
د يادونې وړ ده چې د پنجشنبې په ورځ د پاکستان د تحريک انصاف مشر عمران خان يو ځل بيا د خبرو اترو او مذاکراتو لپاره خپل چمتووالی څرګند کړ او ويې ويل چې د پاکستان د پرمختګ او جمهوريت لپاره له هر چا سره خبرو ته تيار يم.
عمران خان زیاته کړې چې زه به د پاکستان د پرمختګ، ګټو او ډیموکراسۍ لپاره له هیڅ ډول قربانۍ ډډه ونه کړم، په دې برخه کې له هر چا سره خبرو ته چمتو یم او په دې برخه کې هر ګام پورته کولو ته چمتو یم.






