م،م: د کندز د پېښې عاملین دې ژر تر ژره ونیول شي او د عدالت منګولو ته دې راکاږل شي
م،م: د کندز د پېښې عاملین دې ژر تر ژره ونیول شي او د عدالت منګولو ته دې راکاږل شي
ملګرو ملتونو د کندز د پېښې په اړه په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویلي چې د کندز د پېښې عامیلن دې ژر تر ژره ونیول شي او د عدالت منګولو ته دې وسپارل شي.
(2021 / 10 / 10 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
ملګرو ملتونو د کندز د پېښې په اړه په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویلي چې د کندز د پېښې عامیلن دې ژر تر ژره ونیول شي او د عدالت منګولو ته دې وسپارل شي.
ملګرو ملتونو ټینګار کړی چې د کندز د پېښې پۀ اړه باید هر اړخیزې څېړنې وشي، دوی ویلي چې باید معلوم کړل شي چې د یادې پېښې مالي امکانات او نور امکانات چا برابر کړي دي.
ملګرو ملتونو زیاته کړې چې د کندز د پېښې عاملین چې هر څوک دي باید پیدا کړل شي او د عدالت منګولو ته وسپارل شي.
دا په داسې حال کې ده چې د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته امریکا د داعش د حملو د ډیروالي په هکله خبر ورکړی ؤ، طالبانو بیا د کندز پېښه غندلې او خبر ئې ورکړی چې د یادې پېښې عاملین به نیسي او سخته سزا به ورته ورکوي.
همدارنګه طالبانو اهل تشیع ته ډاډ ورکړی چې بیابه د کندز پېښې ته ورته پېښې نۀ تکراريږي او دوی به ئې هرو مرو مخه نیسي.