د متحده عربي اماراتو علماؤ پلاوي افغان دولت سره تعلیمي برخه کې د همکارۍ ژمنه کړی.

0
60

د متحده عربي اماراتو علماؤ پلاوي افغان دولت سره تعلیمي برخه کې د همکارۍ ژمنه کړی.

17 مارچ جمعه 2023

 

تیره ورځ د متحده عربي اماراتو څخه راغلي د علماؤ یو لوړرتبه پلاوي د اسلامي امارت د لوړرتبه مسؤلینو او علماؤ سره وکتل.

 

په دغه لیدنه کې د متحده عربي اماراتو د پلاوي مشر عمر حبتور الدرعي د افغانستان له موجوده حالت څخه خوښي ښودلی او د خپل راغلي وفد د ګرم هرکلي یې مننه وکړه د نوموړي په وینا دا ډول میلمه پالنه د افغانانو دستور دی.

 

نوموړي زیاته کړه موږ ستاسي وروڼو یو ستاسي د کومک او ستاسي د خیر لپاره راغلي یو او له تاسو سره ښې اړیکي غواړو.

 

همدا راز نوموړي وویل موږ د افغانستان یو مثبت انځور واخیست، موږ ولیدل چې د نړۍ د مطبوعاتو برخلاف دلته د ژوند چارې عادي روانې دي.

 

نوموړي وویل چې موږ د تعلیم په برخه کې بشپړې همکاري ته اماده یو او زموږ مدارس، مکاتب او پوهنتونونه ستاسې مرستې ته اماده دي.

اړوند موضوعات

از امارات متحده عربی خواسته شد تا زندانیان افغان را آزاد کند

 

په دغه لیدنه کې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د یاد پلاوي څخه وغوښتل تر څو د روژې په مناسبت په متحده عربي اماراتو کې بندي افغانان آزاد او هیواد ته راستانه کړي.

حماد

Leave a reply