ګورنر خيبرپښتونخوا کښې د عامو انتخاباتو په اړه د مشاورتي غونډې په اړه خپل رپورټ اليکشن کميشن ته استولې دې

باغي ټی وی رپورټ
پيښور: ګورنر خيبرپښتونخوا کښې د عامو انتخاباتو په اړه د مشاورتي غونډې په اړه خپل رپورټ اليکشن کميشن ته استولې دې۔
د خېبرپښتونخوا ګورنر اليکشن کميشن ته په لېږلي رپورټ کې وئيلي دي چې دا مهال امنيتي وضعه نازکه ده او اضافي امنيتي کسان نشته .
د خېبرپښتونخوا ګورنر وويل دغلته اقتصادي حالات سخت دي او مردم شماري روانه ده، حلقه بندۍ بايد ترسره شي، دا چيلنجونه دې د عامو انتخاباتو د نيټې تر اعلان وړاندې هواره کړل شي.
په رپورټ کې، گورنر خیبرپښتونخواه زیاته کړه چې د ټاکنو اړوند وضعیت لپاره د اساسي قانون او د ټاکنو قانون لاندې حل موندل شوی. په راپور کې ویل شوي، چې د ترهګرو پر ضد عملیات به په څو میاشتو کې پای ته ورسیږي، دې ته هم باید پام وشي، په خیبر پښتونخوا کې د ترهګرو فعالیتونو سرعت مخ په زیاتېدو دی، په ضم شویو قبایلي ولسوالیو کې امنیتي وضعیت ډېر کړکېچن دی. له پولې هاخوا تروریستي ډلې راغلي او په یوځای شویو ولسوالیو کې ځای پر ځای شوي دي، د یوځای شویو ولسوالیو اوسیدونکي د نورو ولسوالیو په پرتله سل په سلو کې خطرناک دي، د دې ګواښونو له امله د سیاستوالو او د رایې ورکونې د کارکوونکو ازاد تګ راتګ ممکن نه دی.