اليکشن کميشن به نن د خيبر پښتونخوا اسمبلۍ انتخاباتو په اړه غونډه کوي

باغی ټی وی رپورټ
پېښور: اليکشن کميشن به نن د خيبر پښتونخوا اسمبلۍ انتخاباتو په اړه غونډه کوي.
دسرچينو ترمخه په غونډه کې به دخيبرپښتونخوا آئي جي او چيف سيکرټري ګډون کوي اؤ دصوبې دامنيتي وضعې جاج به اخلي.
د خېبر پښتونخوا ګورنر حاجي غلام علي په صوبه کې د ضمني انتخاباتو لپاره د مې ۲۸ نېټه ټاکلې ده.
تيره ورځ د خيبرپښتونخوا ګورنر غلام علي وئيلي وو چي د پاکستان تحريک انصاف ايم اين اے د عمران خان په کور زمان پارک کښي د بلدياتي انتخاباتو نه کولو لپاره رابطه کړي ده۔
غلام علي اوويل چې د پي ټي آئي غړو عمران خان ته دا خبره اوکړه چې ټول سياسي ګوندونه بېل انتخابات نه غواړي، که بېله انتخابات وشي نو هر کال به همداسې کيږي.