د اغا خان روغتون او د کراچۍ پوهنتون د کارکوونکو په ګډون ګڼ شمېر محصلین په کرونا ویروس اخته شوي دي

باغی ټی وی رپورټ
د اغا خان روغتون او د کراچۍ پوهنتون د کارکوونکو په ګډون ګڼ شمېر محصلین په کرونا ویروس اخته شوي دي.
انتظاميي د هسپتال او يونيورسټئ ټولو ملازمينو او طالبعلمانو ته د خبرداري خط جاري کړے دے۔
د مکتوب په متن کې ویل شوي، چې له تېرو څو ورځو راهیسې د پوهنتون په کارکوونکو، ښوونکو او زده کوونکو کې د کرونا ویروس تایید شوی دی.
د روغتون انتظاميې په ليک کې ليکلي چې په ځينو کسانو کې د موسمي انفلونزا نښې هم راڅرګندې شوې دي، په روغتون او پوهنتون کې په دې اړه خبرداری ورکړل شوی، داسې ښکاري چې د کرونا ويروس اوس هم زموږ په چاپېريال کې موجود دی.
د روغتون د ادارې په وینا، ځوانان او هغه کسان چې د معافیت ځواک لري له خطر سره مخامخ نه دي، لویان باید د دوی روغتیا ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
د دې تر څنګ د آغا خان روغتون ادارې په روغتون کې د ماسک اغوستل لازمي کړي دي.
ادارې هدایت کړی چې د روغتون د کارکوونکو، استادانو او زده کوونکو د کورونا ټیسټونه دې وشي، که د کرونا واکسین له شپږو میاشتو زیات وي، نو د بوسټر ډوز دې ورکړل شي.





