د دفاع وزیر خواجه اصف وايي، عمران خان غوښتل چې له ۵ تر ۸ تنو کارکوونکو مرګ ژوبله وشي خو موږ نه غوښتل چې مړی وشي
باغي ټی وی رپورټ
اسلام اباد: د دفاع وزیر خواجه اصف وايي، عمران خان غوښتل چې له ۵ تر ۸ تنو کارکوونکو مرګ ژوبله وشي خو موږ نه غوښتل چې مړی وشي .
د جيو نيوز پروګرام نن شاهزيب خانزاده سره د خبرو په مهال خواجه اصف وويل د صدر عارف علوي سره د ياسمين راشد د خبرو آډيو دا ثابته کړه چې دا خلک اوس هم د اسټيبلشمنټ سره خبرې کول غواړي، دغه آډيو ثابته کړه چې د پي ټي آئي کارکنان په تشدد کې ککړ وو.
خواجه اصف وويل عمران خان ته دعدليې څخه ريليف حاصل دى، (ن) ليګ يې نۀ دى ترلاسه کړى، (ن) ليګ کې کېداى شي لږه کمزوري وي خو دهغه بيان کمزورى نۀ دى.
ددفاع وزير وويل عمران خان غوښتل چې د٥ؤ څخه تر ٨ؤ پورې مزدورانو مړي ترلاسه کړي خو مونږ نۀ غوښتل دغه مړي ورکړو.