له ایران څخه ګوادر ته د بریښنا د لیږد نوی مزی پیل شو.

0
104

باغي ټي وی رپورټ
کویټه: له ایران څخه ګوادر ته د بریښنا د لیږد نوی مزی پیل شو.

د کيسکو مشر عبدالکريم جمالي وايي، ګوادر ته له نوي ټرانسميشن لائن څخه د ۱۰۰ مېګاواټه برېښنا ترلاسه کول پېل شوي، ګوادر، پسني، جيواني او مري ته به له نوي ټرانسميشن لائن څخه برېښنا ورکول کېږي.

د کیسکو مشر وویل چې د پاکستان او ایران تر منځ ګوادر ته د ۱۰۰ میګاواټه برېښنا د رسولو تړون لاسلیک شوی او د دغه تړون له مخې اوس د مکران ښار ۱۰۰ میګاواټه برېښنا د ایران له جکي ګور څخه ترلاسه کوي.

Leave a reply