دبهرنيو چارو وزير بلاول بهټو وئيلي دي چې داسلام فوبيا په اړه دنړيوال شعور لپاره به هلې ځلې جاري ساتم، دا زما لپاره د وياړ خبره ده چې په ملګرو ملتونو کې داسلامي نړۍ مقدمه ودرول شي

0
195

باغي ټي وی رپورټ
دبهرنيو چارو وزير بلاول بهټو وئيلي دي چې داسلام فوبيا په اړه دنړيوال شعور لپاره به هلې ځلې جاري ساتم، دا زما لپاره د وياړ خبره ده چې په ملګرو ملتونو کې داسلامي نړۍ مقدمه ودرول شي.

بلاول بهټو پرون د اسلام فوبیا د نړیوالې ورځې په مناسبت د پیغام په خپرولو سره وویل چې د پاکستان د هلو ځلو له امله نن ټوله نړۍ د اسلام فوبیا نړیواله ورځ لمانځي.

بلاول بهټو په سوشل ميډيا يو بيان جاري کړے او وئيلي ئي دي چي نن به هر کال د مارچ په پنځلسمه نيټه د اسلام فوبيا نړيواله ورځ نمانځلې کيږي۔

ده ووئيل په نړۍ كښې د مسلمانانو په ضد د نفرت او تعصب ختمول ضروري دي، مسلمان اقليت په هند كښې تر ټولو زيات ظلم سره مخ دې، د كشميريانو لپاره مسلمان كول جرم ګرځول شوي په داسې حال كښې چې د فلسطين د مسلمانانو په نښه كول معمول دي۔ د باور پر بنسټ.

خارجه وزير وويل په اسلام کې دښځو دحقوقو په اهميت نړۍ ته دخبرو کولو خبره ضروري ده اؤ ملګري ملتونه دې په نړۍ کې دمسلمانانو په ضد دتجارت ختمولو کې کردار ادا کړي.

Leave a reply