باغي ټي وی رپورټ
په ترکیه کې په زلزله ځپلو سیمو کې د سختو بارانونو او سیلابونو له امله ۱۴ تنه مړه شوي او ګڼ شمیر کسان په سیلابونو کې له ډوبیدو وروسته ورک شوي دي.
د بهرنیو رسنیو د راپورونو له مخې د ترکیې په زلزله ځپلو سیمو اډیمان او سانلي عرفه کې د سه شنبې له شپې راهیسې د سختو بارانونو له امله سیلابونه رامنځ ته شوي دي.
د سېلاب له امله په بېلا بېلو پېښو کې په سانلي عرفه کې په عارضي پناه ځايونو کې مېشت ۱۲ کسان او په اديمان کې د يو کلن ماشوم په ګډون دوه کسان مړه شوي دي.
چارواکو خلکو ته سپارښتنه کړې چې په اډیمان او سانلي عرفه کې د سختو بارانونو او سیلابونو له امله په کورونو کې پاتې شي.
بل خوا د هوا پېژندنې ادارې په دې سیمو کې د لا زیاتو بارانونو وړاندوینه کړې ده.
د يادونې وړ ده چې د فبرورۍ په شپږمه نېټه په ترکيه او سوريه کې د ۷.۸ درجې په زلزله کې تر ۵۰ زره ډېر کسان وژل شوي او په ميليونونو نور ټپيان او بې کوره شوي دي.










Leave a Reply