د بلوچستان پخوانی وزیر اعلی نواب اسلم خان رئیساني وايي، توشه خانه یوه کوچنۍ قضیه ده، باید عمران خان په کې ونه نیول شي

باغي ټی وی رپورټ
کوټه: د بلوچستان پخوانی وزیر اعلی نواب اسلم خان رئیساني وايي، توشه خانه یوه کوچنۍ قضیه ده، باید عمران خان په کې ونه نیول شي.
په دوبۍ کې ميډيا سره خبرو کې اسلم رئيساني وويل دعمران خان په نيولو سره دهغه شهرت زياتيږي.
نواب اسلم خان رئیساني زیاته کړه چې انتخابات دې په خپل وخت وشي او زه به د جمعیت علمای اسلام په ټکټ انتخابات وګټم.






