دپوليسو لاين جومات بمي چاؤدنه کې پرمختگ شوى دى چې پکې دحملې کوونکي دوه اسانتيا ورکوونکي نيول شوي دي
باغي ټی وی رپورټ
پيښور: دپوليسو لاين جومات بمي چاؤدنه کې پرمختگ شوى دى چې پکې دحملې کوونکي دوه اسانتيا ورکوونکي نيول شوي دي.
دسرچينو له مخې ملک سعد په پوليس لائن ځانمرگي بريد کې ککړ دى، افغان سهولتکار دپيښې وروستو بهر ته دتيښتې هڅه کوله اؤ نيول شوى دى.
سرچینه زیاتوي، چې له دغه افغان تسهیل کوونکي څخه پاسپورت او نور اسناد ترلاسه شوي او په اړه یې پلټنې روانې دي.
دسرچينو ترمخه په نيول شوؤ شکمنو کې يو تعلق افغانستان اؤ دبل تعلق دخيبر ضلعې سره دى چې د هشت نگري څخه نيول شوى دى.
سرچینه زیاتوي، چې نیول شوی افغان اسانګر د افغانستان د ننګرهار ولایت سره تړاو لري.
ياده دې وي چې د جنورۍ په ۳۰مه د پوليس لائنز په جومات کې د ځانمرګي بريد په نتيجه کې تر سلو زيات کسان شهيدان شوي وو.