د شمالي وزيرستان کارکوونکو د پي ټي آئي چيئرمېن عمران خان د ممکنه ګرفتارۍ او په ملک کښې د ګرانۍ په ضد احتجاج کړی دی

0
58

باغی ټی وی رپورټ
د مظاهرې مشري وکړي
د شمالي وزیرستان نه د پاکستان تحریک انصاف سینئیر نائب صدر او د PK-104 حلقې نه امیدوار آزاد خان داوړ په دې احتجاج کښې ګډون وکړو .

په دي موقع ملک اورنګزيب خان، ملک محمد نور خان، ملک محمد رياض، د ميرانشاه سب ډويژن صدر حاجي ملک محمد الله، د رزمک سب ډويژن چيئرمين بلال خان، پخواني اميدوار ملک شير باز خان، حاجي عارف خان، ګيلمان وزير هم موجود وو۔

هغه وويل حکومت دعمران خان سره مخامخ نۀ شي کيښناستلې نو ځکه دغه تاکتيکونه کاروي، که عمران خان ونيول شي نو هيواد به بند کړو، مشرانو اوویل او نیوکه ی وکړه چې احمق حکومت هم د محکمې حکمونه تر پښو لاندې کوي.

Leave a reply