د فدرالي تحقیقاتو ادارې (FIA) د لاهور په هوايي ډګر کې د عمان څخه ویستل شوی افغان تبعه نور اسلام نیولی دی

باغی ټی وی رپورټ
د فدرالي تحقیقاتو ادارې (FIA) د لاهور په هوايي ډګر کې د عمان څخه ویستل شوی افغان تبعه نور اسلام نیولی دی.
د ايف آئي اے وياند ترمخه ملزم د فلائيټ نمبر WY343 په ذريعه لاهور ته رسيدلي وو او د ايف آئي اے اميګريشن عمله ئي د لټون په مهال د ملزم نه يو افغاني پاسپورټ او يو جعلي پاکستاني پاسپورټ برآمد کړے دے۔
د ايف آئي اے وياند ترمخه ملزم په پاکستاني پاسپورټ د روزګار په غرض له ايران نه عمان ته د تللو کوشش کړے وو، ملزم د جعلي پاکستاني پاسپورټ په استعمال د عمان نه ډيپورټ کړے شوے دے۔
د ایف آئي اے ترجمان وینا ده چی ملزم د افغانستان سره تعلق لرونکی کابل سره دی او د روزګار لپاره پیښور کښي یو ایجنټ ته 4 لاکه 35 زره روپئ ورکولو سره ئي پاکستانی پاسپورټ ترلاسه کړی وو.
د ايف آئي اے وياند زياته کړه چې ملزم پيسې د ايجنټ په بنک اکاونټ کښې جمع کړې وې، ملزم د واټس اپ نمبر په ذريعه د ايجنټ سره په تماس کښې وو، ملزم د قانوني کاروائي لپاره د انساني قاچاق مخنيوي سرکل لاهور ته منتقل کړے شوے دے۔




