په تورخم کښې به سبا په ټرمینل باندې روان تعمیراتي کار د خوګا خیل قام له لوري د احتجاج په توګه ودرول شي: مفتی محمد اعجاز شینواري

0
225

باغی ټي وي رپورټ
په تورخم کښې به سبا د این ایل سی له لوري په ټرمینل باندې روان کار د خوګا خیل قام له لوري د احتجاج په توګه ودرول شي.
نن د چهارشنبې په ورځ ، ميډيا سره خبرو کښې مفتي محمد اعجاز شینواري ذوالفقار خان، حاجي ګل، عالم شير، نور محمد، نايب شاه او نورو مشرانو وويل چې په تورخم کښې د خوګا خېل قام په زمکه اين ايل سي په غير قانوني توګه قبضه کړې ده، دوی اوویل چې پنځه ورځې وړاندې مو د احتجاج لپاره ویلی وو او سبا د زیارت په ورځ په تورخم کې د چارواکو پر ضد لاريون وکړي او په ټرمینل روان کار به بند کړي.
نوموړي له ټولو سياسي، ولسي، ټولنيزو، مذهبي، ډلو، تنظيمونو او د سیمې له ماشومانو او سپين ږيرو، د تورخم د مزدورانو اتحاديې، د برېښنا په اړه جوړې شوې د کیټۍ مشرانو او نورو ځایی مشرانو او ځوانان په کلکه غوښتنه وکړه چې د سبا ورځې په لاريون کښې مونږ سره ګډون وکړي.
مشرانو اوویل چې دا د خوګا خیل قام ګډه ستونزه ده ، هغه ټول قام ته په خبر ورکولو اوویل چې سبا پنجشنبه ،د زیارت په ورځ د مارچ په 16 به په NLC باندې تعمیراتي کار بند کړي او تر هغه به بند وي ترڅو چې NLC خوګا خیل قام سره سپینه خبره او لاسلیک نه وي کړې.
بل اړخ ته د این ایل سی چارواکو څخه رسنیو ته داسې خبر رارسیدلې دې چې دوی خوګا خیل قام مشرانو سره لیکلې معاهده کړې ده او د معاهدې ترلاندې ی د ټرمینل جوړولو چارې پیل کړي دي. هغوی زیاته کړه چې دوی هیڅ کومه غیرقانوني قبضه نه ده کړې .

Leave a reply