د پي ټي آئي مشر فواد چوهدري وئيلي دي چې د عمران خان ژوند ته خطره ده او هغه رانا ثناالله ته نه شي سپارلی

0
171

باغی ټی وی رپورټ

لاهور: د پي ټي آئي مشر فواد چوهدري وئيلي دي چې د عمران خان ژوند ته خطره ده او هغه رانا ثناالله ته نه شي سپارلی.

لاهور کښې ميډيا سره خبرو کښې فواد چوهدري چارواکو ته خبردارے ورکړو او وې وئيل چې چارواکي د خلقو له ژوند سره لوبې کوي، زمان پارک کښې هر طرف اوښکې بهوونکې ګيس روان دے، په کورونو کښې د وړو ماشومانو صحت خراب شوی دی.

ده ووئيل چې د عمران خان ژوند ته خطره ده، رانا ثناءالله ته نه شو سپارلې، كه چرې د وارنټ پابندۍ كولې شي نو د اسلام آباد هائي كورټ كښې به اورېدنه روانه ده، هغه به مني۔

Leave a reply