د اسلام آباد ضلعي او سيشن عدالت کښي د توشه خانه کيس کښي د عمران خان د وارنټ منسوخي درخواست جمع کړے شوے دے

0
176

باغی ټی وی رپورټ
د اسلام آباد ضلعي او سيشن عدالت کښي د توشه خانه کيس کښي د عمران خان د وارنټ منسوخي درخواست جمع کړے شوے دے۔

وکيل فيصل چوهدري د ايډيشنل سيشن جج ظفراقبال عدالت ته حاضر شو او دعمران خان په لوري يې د وارنټ منسوخولو درخواست جمع کړو.

فيصل چوهدري وويل د وارنټ جاري کولو په مهال د نورو خلکو ژوند په خطر کې نۀ شي اچول کيدلى، د وارنټ اختيار څه دى؟ څوک صادرولی شي؟ د وارنټ معطل کولو خبره کوو، عمران خان دې ته تیار دی چې عدالت ته حاضر شي، عدالت باید وګوري چې دا د عمران خان خلاف د مقدمې نه بلکې د شکایت مقدمه ده.

قاضي وويل چې د درې کالو څخه د کمې سزا لپاره د ضمانت وارنټ جاري کيږي، د توشه خانې په قضيه کې دا سزا درې کاله وي.

فيصل چوهدري وويل په زمان پارک کې امنيتي وضعه ده، عمران خان وايي زه عدالت ته راتلل غواړم، عمران خان ته په عدالت کې د حاضريدو محفوظه لاره ورکړئ، عمران خان ته څلور ورځې وړاندې د مارچ په ١٨مه نيټه سيشن کورټ احضار کړى دى. عمران خان به چیرته نیول کیږي او چیرته ساتل کیږي؟ هيلي کاپټر د عمران خان کور ته رسېدلی دی، د وارنټ منسوخولو درخواست يې اسلام اباد هائي کورټ کې دائر کړی ؤ خو پرې پرېکړه نه ده شوې، داسې ماحول په مارشل لا کې هم نه ؤ رامنځته شوی. وکيل فيصل چوهدري د سيشن عدالت څخه د وارنټ منسوخۍ درخواست واپس اخستې ؤ.

ايډيشنل سيشن جج ظفراقبال د درخواست واپس اخستلو اجازت ورکړو۔

ياده دي وي چي توشه خانه کيس کښي ايډيشنل سيشن جج ظفراقبال د عمران خان ناقابل ضمانت ګرفتاري وارنټ جاري کړي دي۔

د ايډيشنل سيشن جج ظفر اقبال په څلور صفحه ليکلې فيصله جاري کړه۔

Leave a reply