د پاکستان رېنجرز سندهـ او پوليس په ماړي پور روډ د استخباراتي معلوماتو په اساس د غلا او سټریټ کرائم په څو پيښو کې ککړ درې شکمن کسان نيولي دي

0
71

باغي ټی وی رپورټ
د پاکستان رېنجرز سندهـ او پوليس په ماړي پور روډ د استخباراتي معلوماتو په اساس د غلا او سټریټ کرائم په څو پيښو کې ککړ درې شکمن کسان نيولي دي.

د پاکستان رېنجرز سندهـ وياند له مخې د عملياتو په مهال له ماڑی پور روډ څخه د غلا او سټريټ کرائم په ګڼو پيښو کښې ککړ درې ملزمان محمد انور بنګالي، محمد سمير عرف رياض او عرفان بنګالي نيولي شوي دي، چې ورسره يو ميل تومانچه او يو نهه ميله تفنګچه هم ترلاسه شوې ده۔ له چاودېدونکو توکو سره يوه تومانچه هم ترلاسه شوې ده.

د تفصيلاتو ترمخه ملزمان د کراچۍ په مختلفو سيمو ماری پور روډ، شينواری هوټل، ګلبائي، آئي سي آئي برج او فشري کښې د ښاريانو نه د موبائل فونونو، نقدي او موټر سائيکلونو د غلا په ٦٠ نه زياتو پيښو کښې ککړ دي۔ نيول شويو کسانو د لومړنيو پلټنو په ترڅ کې په غلاوو، د سړک د غاړې په جرمونو او د مقاومت پر مهال د يو شمېر کسانو په ډزو او ټپي کولو اعتراف کړى، چې تر دې وړاندې هم څو ځلې زندان ته اچول شوي دي.

د سنده رېنجرز وياند زياته کړه چې نيول شوي ملزمان د وسلو او مهماتو سره د نورو قانوني کاروائي لپاره پوليسو ته سپارل شوي دي او د ملزمانو د نورو ملګرو د نيولو لپاره عمليات روان دي.

Leave a reply