اسلام آباد هائي کورټ به نن د پخواني وزيراعظم عمران خان د توشه خانه کيس کښي د ګرفتاري وارنټ منسوخ کولو درخواست باندي سماعت کوي۔

0
73

د عمران خان قانوني ډلې تيره ورځ اسلام اباد هائيکورټ کې د توشه خانې کيس کې د ناقابل ضمانت ګرفتاري وارنټ په ضد درخواست جمع کړی ؤ چې پکې د وارنټ منسوخ کولو او په بيړنۍ اوريدنه کې درخواست کړی ؤ خو د رجسټرار دفتر د عمران خان په درخواست اعتراض کړی دی . د عمران خان بایومټریک نه دی شوی؟

های کورټ د عمران خان د ګرفتارۍ وارنټ منسوخ کولو درخواست پرون (سه شنبه) د اورېدنې غوښتنه رد کړې وه او د درخواست اورېدنه یې د چهارشنبې په ورځ ټاکلې وه.

نن به د رجسټرار دفتر اعتراضونو سره د عمران خان د درخواست اورېدنه کېږي، د اسلام اباد هائي کورټ چيف جسټس عامر فاروق به د درخواست اورېدنه کوي.

د پي ټي آئي مشر فواد چوهدري وئيلي دي چي عدالت چي کوم حکم ورکړي هغه به عملي کوي۔ ياده دي وي چي د عمران خان د ناقابل ضمانت ګرفتاري وارنټ جاري کيدو وروستو د اسلام آباد پوليس ټيم د لاهور پوليس په گډون د تيري ورځي راهسي په زمان پارک کښي موجود دي چرته چي د پي ټي آئي کارکنانو له مزاحمت سره مخ دي۔

ياده دي وي چي د اسلام آباد ضلعي او سيشن عدالت د توشه خانه کيس کښي د عمران خان ناقابل ضمانت ګرفتاري وارنټ جاري کړي دي
باغی ټی وی رپورټ
اسلام آباد هائي کورټ به نن د پخواني وزيراعظم عمران خان د توشه خانه کيس کښي د ګرفتاري وارنټ منسوخ کولو درخواست باندي سماعت کوي۔

د عمران خان قانوني ډلې تيره ورځ اسلام اباد هائيکورټ کې د توشه خانې کيس کې د ناقابل ضمانت ګرفتاري وارنټ په ضد درخواست جمع کړی ؤ چې پکې د وارنټ منسوخ کولو او په بيړنۍ اوريدنه کې درخواست کړی ؤ خو د رجسټرار دفتر د عمران خان په درخواست اعتراض کړی دی . د عمران خان بایومټریک نه دی شوی؟

های کورټ د عمران خان د ګرفتارۍ وارنټ منسوخ کولو درخواست پرون (سه شنبه) د اورېدنې غوښتنه رد کړې وه او د درخواست اورېدنه یې د چهارشنبې په ورځ ټاکلې وه.

نن به د رجسټرار دفتر اعتراضونو سره د عمران خان د درخواست اورېدنه کېږي، د اسلام اباد هائي کورټ چيف جسټس عامر فاروق به د درخواست اورېدنه کوي.

د پي ټي آئي مشر فواد چوهدري وئيلي دي چي عدالت چي کوم حکم ورکړي هغه به عملي کوي۔ ياده دي وي چي د عمران خان د ناقابل ضمانت ګرفتاري وارنټ جاري کيدو وروستو د اسلام آباد پوليس ټيم د لاهور پوليس په گډون د تيري ورځي راهسي په زمان پارک کښي موجود دي چرته چي د پي ټي آئي کارکنانو له مزاحمت سره مخ دي۔

ياده دي وي چي د اسلام آباد ضلعي او سيشن عدالت د توشه خانه کيس کښي د عمران خان ناقابل ضمانت ګرفتاري وارنټ جاري کړي دي۔

Leave a reply