نه پوهېږم چې په جېل کې به څه کېږي، خو زه تیار یم، سړی باید هر څه ته چمتو وي: عمران خان

0
92

باغي ټی وی رپورټ

د پاکستان د تحریک انصاف مشر او پخوانی وزیراعظم عمران خان وايي، زه تیار یم چې زندان ته لاړ شم، د نواز شریف د نیولو هڅې یې ورسره کړې ژمنې پوره کېږي.

ياده دي وي چي د عمران خان د ناقابل ضمانت ګرفتاري وارنټ جاري کيدو وروستو د اسلام آباد پوليس ټيم د لاهور پوليس په لوئي نفری سره د څو ساعتونو راهسي زمان پارک کښي موجود وو چرته چي دوي د پي ټي آئي کارکنانو له مقاومت سره مخ شوي دي۔

په دې موقع د برطانيې نشرياتي ادارې ته د مرکې په مهال عمران خان وويل زه تيار يم چې جيل ته لاړ شم، جيل ته تګ به ماته او زما سياست ته زيان نه رسوي.

عمران خان وويل زما په نيولو سره له نوازشريف سره کړې ژمنې پوره کيږي، نوازشريف پخپله د ډار له امله دوه ځله له هيواده وتلى دى.

هغه وويل، زما د نيول کېدو په صورت کې د ګوند د چلولو لپاره يوه کمېټه جوړه شوې ده، ملاتړي يې د امنيت لپاره له کوره بهر دي، د ګوند مشران نيول شوي او شکنجه شوي دي.

عمران زیاته کړه، نه پوهېږم چې په جېل کې به څه کېږي، خو زه تیار یم، سړی باید هر څه ته چمتو وي.

دوي وويل زمونږ اسټيبلشمنټ سره هيڅ رابطه نشته، زما هيڅ جرم نشته، نوازشريف په پانامه کېس کې جيل ته لاړو، زما په ضد 80 مقدمې جوړې شوې، يوه هم ثابته نه شوه، ما په جيل کې اچول ددوي لپاره تاوان دی. هیڅ زیان نه دی.
له دې وړاندې پخواني وزیراعظم عمران خان هم د خپل سوشل میډیا اکاونټ نه یو ویډیويي بیان جاري کړی وو.

په خپله وینا کې عمران خان ویلي، چې زه ستاسو جګړه کوم، که ماته څه وشي او یا زندان ته لاړ شم، تاسو باید مبارزې ته دوام ورکړئ.

هغه وویل چې پولیس زما د نیولو لپاره راغلي دي، دوی فکر کوي چې که زه زندان ته لاړ شم، ملت به ویده شي، تاسو باید د خپلو حقونو او حقیقي ازادۍ لپاره راووځئ، ما ټول عمر دا جګړه کړې او روانه به وي. ..

Leave a reply