د افغانستان لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، پاکستان له درېیو بحرانونو سره مخ دی، دغه بحرانونه سیاسي، اقتصادي او امنیتي دي

باغي ټي وی رپورټ
د افغانستان لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، پاکستان له درېیو بحرانونو سره مخ دی، دغه بحرانونه سیاسي، اقتصادي او امنیتي دي.
زلمي خلیلزاد د پاکستان د روانو حالاتو په اړه په یوه بیان کې ویلي، چې دا د جدي، زړور فکر او تګلارې وخت دی، د سیاستوالو په زندانونو کې اچول، ځړول او وژل ناسمه لار ده.
زلمي خلیلزاد ویلي، د عمران خان نیول کېدل به د پاکستان سیاسي کړکېچ لا پسې ژور کړي، د دې بحران د مخنیوي لپاره دې د جون په لومړیو کې د ملي ټاکنو لپاره نېټه وټاکي، هغه ګوند چې ټاکنې وګټي، د خلکو له خوا به څه وشي. ؟
ياده دي وي چي د پاکستان تحريک انصاف چيئرمين عمران خان د ناقابل ضمانت ګرفتاري وارنټ جاري کيدو وروستو د اسلام آباد پوليس يو ټيم او د لاهور پوليس په لوئي نفری سره زمان پارک کښي څو ګهنټو پوري موجود وو۔ هلته د پي ټي آئي د کارکنانو لخوا نيول شوي وو او د مقاومت سره مخ شول۔





