د پاکستان تحريک انصاف مشرانو او کارکنانو د عمران خان د ممکنه ګرفتارۍ خلاف جمرود باب خيبر سره احتجاجي مظاهره کړې ده

باغي ټي وی رپورټ
د پاکستان تحريک انصاف مشرانو او کارکنانو د عمران خان د ممکنه ګرفتارۍ خلاف جمرود باب خيبر سره احتجاجي مظاهره کړې ده.
په باب خېبر کښې په احتجاج کښې په ګنړ شمېر د پی ټی آیی فعالانو ګډون وکړو.
دوی په سړک باندې ټايرونه وسوځول او د حکومت په ضد يې نعرې وهلې.

د تحصيل چئیرمين لپاره د پاکستان تحريک انصاف پخواني اميدوارانو محمد صديق آفريدي، اشفاق آفريدي، مجيد آفريدي، شبير آفريدي، نصير آفريدي او نورو اوویل چي د حکومت په ضد اوچت شوي دي او که عمران خان ګرفتار کړے شي نو د هېواد ټول نظام به ګډوډ کړی او په احتجاج به لاس پورې کړي.
دوی ووئيل چې وارد شوي حكومت دې نوټس واخلي، دوي پخوا هم هېواد تباه كړې او د عمران خان نيول به د دوي لپاره يو ناورين وي ځكه چې كه عمران خان ونيول شو نو په ټول پاكستان کښې به دوی واټونو ته راووځي۔






