د روژې د مياشتې ليدلو لپاره د مرکزي رويت هلال کميټې غونډه په پېښور کې کېږي
باغي ټی وی رپورټ
د روژې د مياشتې ليدلو لپاره د مرکزي رويت هلال کميټې غونډه په پېښور کې کېږي.
د مذهبي چارو وزارت لخوا جاري شوي بيان له مخې د رويت هلال كمېټۍ غونډه رابللې شوې ده۔
د مذهبي چارو وزارت له مخې د غونډې مشري به د مرکزي لیدو هلال کمېټۍ مشر مولانا سید عبدالخبیر آزاد کوي.
د مذهبي چارو وزارت وايي، د نورو زونل کمېټو غونډې به په خپلو اړوندو ځايونو کې کېږي.
د يادونې وړ ده، چې سعودي عربستان له خپلو اتباعو غوښتي، چې د مارچ په ۲۱مه د روژې مياشت وګوري او په سترې محکمې يا نږدې دولتي ادارو کې دې خپل شهادتونه ثبت کړي.