عمران خان ویلي چې زه ستاسو جګړه کوم، که ماته څه پیښ شي یا زندان ته لاړ شم، تاسو باید مبارزې ته دوام ورکړئ
پخواني وزيراعظم عمران خان په خپل سوشل ميډيا اکاونټ يو ويډيو بيان جاري کړے دے
باغی ټی وی رپورټ
په خپله وینا کې عمران خان ویلي چې زه ستاسو جګړه کوم، که ماته څه پیښ شي یا زندان ته لاړ شم، تاسو باید مبارزې ته دوام ورکړئ.
هغه وویل چې پولیس زما د نیولو لپاره راغلي دي، دوی فکر کوي چې که زه زندان ته لاړ شم، ملت به ویده شي، تاسو باید د خپلو حقونو او حقیقي ازادۍ لپاره راووځئ، ما ټول عمر دا جګړه کړې او روانه به وي. ..
ده ووئيل تاسو ثابته كړئ چې قوم به د عمران خان نه بغير هم مبارزه كوي۔
ياده دي وي چي د عمران خان د ناقابل ضمانت ګرفتاري وارنټ جاري کيدو وروستو د اسلام آباد پوليس ټيم د لاهور پوليس په لوئي نفری سره زمان پارک کښي موجود دي چرته چي دوي د پي ټي آئي کارکنانو له مزاحمت سره مخ دي۔