د مسلم ليګ نون غړې مريم نواز او حمزه شهباز د لاهور نه په انتخاباتو کښې د ګډون فيصله کړې ده

باغي ټی وی رپورټ
د مسلم ليګ نون غړې مريم نواز او حمزه شهباز د لاهور نه په انتخاباتو کښې د ګډون فيصله کړې ده.
د مسلم ليګ ن سرچينې وائي چې مريم نواز او حمزه شهباز به نن د نامزدګۍ کاغذونه جمع کوي۔
دسرچينو ترمخه حمزه شهباز به په دوه حلقو، حمزه شهباز به دپي پي 146 او پي پي 147 څخه په انتخاباتو کې برخه اخلي. د حمزه شهباز وکيلانو د نامزدګۍ کاغذونه تيار کړي دي۔
ياده دې وي چې د پنجاب اسمبلۍ انتخاباتو لپاره د نامزدګۍ کاغذونو جمع کولو لړۍ روانه ده۔
د مسلم ليګ (ن) مشر بلال ياسين د پي پي ١٧٣ نه کاغذات جمع کړي دي، په دې موقع هغه وويل مريم نواز ته هم د دې حلقې نه د ټاکنو د پاره بلنه ورکړې شوې ده، مريم نواز د دې حلقې نه کاغذونه ترلاسه کړي دي۔






