د خېبرپښتونخوا ګورنر حاجي غلام علي په صوبه کې د ټولټاکنو نېټه اعلان کړې ده

باغي ټی وی رپورټ
پېښور: د خېبرپښتونخوا ګورنر حاجي غلام علي په صوبه کې د ټولټاکنو نېټه اعلان کړې ده.
د خېبرپښتونخوا ګورنر اليکشن کميشن ته د مۍ ٢٨مه د انتخاباتو نېټه ټاکلې ده.
له دې وړاندې دخيبرپښتونخوا ګورنر حاجي غلام دصدر مملکت عارف علوي سره ليدنه کړې وه چې پکې صدر مملکت گورنر سره خبرو کې وئيلي وؤ چې گورنر دټاکنو لپاره کومه نيټه ټاکلې ده؟ په دې اړه حاجي غلام علي وويل چې په صوبه کې دامنيت وضعه دقناعت وړ نه ده، دانتخاباتو دنيټې په اړه دانتخاباتو کميشن دا مهال غونډه کوي، د سترې محکمې فيصله به په کلکه عملي کوي.
د يادونې وړ ده چې په پنجاب کې د اپرېل ۳۰مه د ټاکنو نېټه ټاکل شوې ده.