د یو ملک صادرات،ایکسپورټ د هغه ملک د ملاتیر په شان وي، چې ایکسپورټ ی ښه وی نو ملک قوي وي: نګران صوبایی وزیر تاج محمد افریدي

تورخم: صوبایی وزیر تاج محمد افریدی په زیرو پواینټ د یوې مهمې غونډې مشري کوي.
نصیب شاه شینواري
په پاک افغان پوله تورخم نن یوه مهمه غونډه تابیا شوې وه، د ریلیف او آبادکارۍ نګران صوباییی وزیر تاج محمد آفریدی ددې غونډي مشري کوله.
دا خبره مهمه او د یادونې ده چې دا غونډه په داسې وخت کښې ترسره شوې چې په تورخم کښې پاکستاني او د افغانستان سوداګر شواخون کوي او شکایت کوي چې دوی لپاره په تورخم پوله هیڅ کوم اسانتیاوي نشته او دوي په پوله یو شمیر ستونزو سره مخ دي چې د پاکستان او افغانستان په دوه اړخیزه تجارت باندی ی بده اغیزه کړي ده.
په تورخم پوله د پاکستان اقتصاد ته وده ورکولو او افغانستان ته د پاکستان ایکسپورټ تجارت زیاتولو په اړ د سیفران کمیټۍ پخوانۍ چیرمین او سینیټر او د خیبر پښتونخوا اوسنې ریلیف او آباد کارۍ صوبایی وزیر تاج محمد افریدی چې ددې مهمې غونډې مشری ی کولہ د غونډې ګډون والو ته اوویل چې د یو ملک ایکسپورټ (صادراتي توکي) د ملک د ملاتیر په شان وي، هغوی زیاته کړه چې د پاکستان ټولو ادارو او اړوند چارواکو له په کار دي چې افغانستان سره دوه اړخیزه سوداګرۍ ته وده ورکړي، هغه زیاته کړه چې افغانستان سره تجارت ښه کول به د پاکستان په ګټه تمام شی او پاکستان به د اقتصادي بحران څخه اووځي.
په دې غونډه کښې ډپټي کمشنر خيبر عبدالناصر خان، ډي پي او خيبر سليم عباس کلاچي، ايس ايچ او لنډي کوتل اکبر آفريدي، د کسټم مشر ياور حيات، د اين ايل سي تورخم نماینده کرنل ستار،اسسټنټ کمشنر لنډۍ کوتل ارشد خان، د صوبائي اسمبلۍ پخواني غړي الحاج شفيق شير آفريدي، تحصيل چيئرمين شاه خالد شينواري، حاجي عبدالواحد آفريدي، ايف آئي اے چارواکو ګډون وکړو.
صوبای وزیر تاج محمد آفریدي په دې خبره زور ورکړو چې افغانستان سره تجارت ته وده ورکړل شی، په تجارت کښې راپیښ خنډونه د منځ ویوړل شی چې د پاکستان اقتصادي وده وکړي.
په تورخم کښې سرچینو رسنیو ته اوویل چې نن په تورخم کښې په دې مهمه غونډه کښې ځایی سوداګرو او دکسټم کلیرینس ایجنټس اتحادیی کوم نماینده ته د ګډون بلنه نه وه ورکړل شوې، دې سوداکرو په اړوند چارواکو نیوکې وکړې چې په داسې مهمه غونډه کښې دوی ته ولې د ګډون بلنه نه ورکول کیږي.
د تورخم کسټم کلیرینس ایجنټس ایسوسي ایشن مشر ریاض شینواري اوویل چې دوی تپه دې مهمه غونډه کښې بلنه نه وه ورکړل شوي، شینواري اوویل چې په تورخم کښې سوداګر یو شمیر ستونزو سره مخ دي .
شینواري اوویل چې په تورخم کښې نه د څښلو اوبو نظام شته ،نه بجلۍ شته ،نه د انټرنیټ لپاره کومه سروس چې له امله ی سوداګر یو شمیر ستونزو سره مخ دي.
شینواري اوویل چې سوداکرو او د کسټم اتحادیی نمایندګانو ته په کسټم هاوس تورخم کښې نه کوم ویټنګ روم شته ،هغه اوویل چې په تورخم کښې د ګاړو سکینر مشین هروخت خراب وي،هغه غوښتنه وکړه چې په تورخم کښې سوداګرو ته راپیښې ستونزې باید زر هواري شي چې د پاکستان او افغانستان تجارت وده ورکړي.
په تورخم کښې یو فعال کاروباري شخصیت او د ټرانسپورټ اتحادیی مشر حاجی عظیم الله شینواري اوویل افغانستان ته ایکسپورټ مال وړونکو ګاړو سره که کلینډر پریښودلو اجازه ورکړل شی نوې دې سره به د ټرکونو مالکانو او سوداګرو یوه لویه ستونزه هواری شي، هغه دا غوښتنه هم وکړه چې په تورخم کښې دې هرې حکومتي ادارې مشر یا نماینده د ګاړو سکینر مشین سره کیښني ، هغه زیاته کړه چې دې سره په ډیره اسانه او په لږ وخت کښې د ګاړو سکیننګ وشی او دغه شان په پاک افغان سوداګري وده وکړي.
مشر اوویل چې په تورخم کښې د ګاړو د رش نه بچ کولو لپاره باید د پاکستان کسټم هاوس چارواکي یو بشپړ نظام جوړ کړي، هغه اوویل چې د ګاړو رش چې ختم شی نو دې سره به د پاکستان او افغانستان تجارت وده وکړي.
مشر زیاته کړه چې دوی هیله من دی چې په تورخم پوله به اړوند چارواکي او صوبایی وزیر تاج محمد افریدی د پاکستان او افغانستان تجارت ښه کولو، وده ورکول په لړ کښې ښه ګامونه پورته کړي،هغوی دا هیله هم څرګنده کړه چې په راروان وحت کښې به پاک افغان تجارت وده وکړي.






