لاهور هائي کورټ د توشه خانې د تفصيلاتو لپاره د درخواست په اړه د مارچ په 13مه نيټه عبوري حکم جاري کړی دی

باغی ټی وی رپورټ
لاهور هائي کورټ د توشه خانې د تفصيلاتو لپاره د درخواست په اړه د مارچ په 13مه نيټه عبوري حکم جاري کړی دی.
عدالت د 1990 نه تر 2001 پورې د توشه خانې ريکارډ وړاندې کولو امر کړی دی.
جسټس عاصم حفيظ وئيلي دي تمه نه کيږي چې څوک به مقدسه غوا وګڼل شي، د 2002 نه وروستو د توشه خانې د تفصيلاتو تصديق شوې کاپي دې ريکارډ مخې ته راوړي.
په حکم کې راغلي چې لویې څارنوالۍ ویلي چې کابینې د ډالیو د سرچینو د محرم ساتلو پریکړه کړې، لوی څارنوال باید د کابینې د پریکړې اړوند اسناد ثبت کړي چې بیاکتنه به وشي.
د عبوري حکم له مخې د کابينې سيکشن افسر وويل چې د کال ١٩٩٠ نه تر ٢٠٠١ پورې ريکارډ جزوي مکمل دى، د ١٩٩٠ نه تر ٢٠٠١ پورې ريکارډ به په راتلونکې اوريدنه کې په علني محکمه کې وڅيړل شي.
عدالت امر کړی چې په راتلونکې اوریدنه کې دې د دغه ریکارډ موجودیت یقیني کړل شي.
د درخواست اورېدنه تر ۲۱ مارچ پورې وځنډول شوه. بايد يادونه وشي چې تر دې مهاله له توشه خانې څخه د اخستل شويو سوغاتونو جزئيات او د هغو کسانو جزيات چې چا ته ډالۍ شوي، د پاکستان له قيام څخه غوښتل شوي دي.
ياده دي وي چي وفاقي حکومت يوه ورځ وړاندي د کال 2002 نه تر 2023 پوري د توشه خانه ريکارډ عام کړے دے۔
وفاقي حکومت د توشه خانه ريکارډ د کابينې ډويژن په ويب سائټ اپلوډ کړے دے۔






