د موسم له بدلون سره د خېبرپښتونخوا په یو شمېر ضلعو کې د ډینګي وایرس مخ په زیاتېدو شو
باغي ټی وی رپورټ
د موسم له بدلون سره د خېبرپښتونخوا په یو شمېر ضلعو کې د ډینګي وایرس مخ په زیاتېدو شو.
د موسم له بدلون سره د خېبرپښتونخوا په یو شمېر ضلعو کې د ډینګي وایرس مخ په زیاتېدو شو.
د صحت محکمي ترمخه تر دې دمه د صوبې په دريو ضلعو کې ۱۰ کېسونه رپورټ شوي چې پکې ۸ په مردان، يو يو په باجوړ او بنو کې دی.
د صحت محکمه وايي د ډینګي ایکشن پلان لپاره د فنډونو برابرول ځنډول شوي دي، د خیبر پښتونخوا حکومت د ډینګي مخنیوي لپاره د ۳۵ کروړه روپو فنډ غوښتنه کړې چې تر اوسه نه ده ترلاسه شوې.
د صحت محکمي د فنډونو د نشتوالي په صورت کښي سږ کال په صوبه کښي د ډينګي د زياتو کيسونو ويره څرګنده کړي ده۔
د صحت محکمي وينا ده چي تير کال هم د ډينګي خاتمه لپاره فنډونه کم وو نو د فنډونو موجوديت د ډينګي په کنټرول کښي مرسته کوي۔