په کوټه کې د ودونو ټول تالارونه او رسټورانټونه له د شپې لس بجې تړل کیږی

0
100

باغی ټی وی رپورټ
په کوټه کې د ودونو ټول تالارونه او رسټورانټونه له د شپې لس بجې تړل کیږی
باغی ټی وی رپورټ

په کوټه کې د ودونو ټول تالارونه او رسټورانټونه له د شپې لس بجې تړل کیږی

دوه میاشتې وروسته د بلوچستان حکومت ته د ملي انرژی پالیسي د پلي کولو یادونه وشوه، د کوټې د کمېشنر په مشرۍ کې شوې غونډه کې پرېکړه وشوه چې په کوټه کې به د شپې لس بجې د ودونو ټول تالارونه او رستورانتونه تړل کېږي.

غونډه كښې د كوئټې ډويژن كمشنر سهيل الرحمان بلوچ او د انرجۍ سيكرټري بشير بازئي٬ د چيمبر آف كامرس او د بلوچستان د سوداګرو د اتحاديې مركزي نمائندګانو ګډون وكړو۔

په غونډه كښې د وفاقي انرجي پالېسۍ او د انرجۍ بحران په اړه مهمې پرېكړې وشوې چې له مخې به يې په ښار كښې ټول ودونه هالونه او ريستورانونه د شپې لس بجې بند وي او په مركزي كاروباري سيمو كښې به د لوډشيډنګ په اړه بېلابېل تجويزونه عملي كولې شي۔

په غونډه کې پرېکړه وشوه چې د ښار په نورو مضافاتو کې به د سهار په 8:30 بجو کاروبارونه بند وي، ضلعي انتظاميه به په لومړي پړاو کې د ودونو هالونو او رستورانونو بندولو نوټس جاري کوي.

Leave a reply