په پاکستان کې د امریکا سفیر ډونلډ بلوم ویلي چې په ټولو برخو کې د پاکستان د جدي اقتصادي ستونزو د هواري لپاره کار کوي
باغي ټی وی رپورټ
اسلام اباد: په پاکستان کې د امریکا سفیر ډونلډ بلوم ویلي چې په ټولو برخو کې د پاکستان د جدي اقتصادي ستونزو د هواري لپاره کار کوي.
اسلام اباد کې ميډيا سره دخبرو په مهال دامريکا سفير وويل پاکستان له سختو اقتصادي ننګونو سره مخ دى اؤ امريکا غواړي چې پاکستان دې په سخت وخت کې دپام وړ لاره ومومي نو په ټولو برخو کې د پاکستان جدي اقتصادي ستونزو ته دحل لارې چارې ولټول شي. لپاره کار کوي
د امريکا سفير وويل، د پيسو نړيوال صندوق پروګرام هم د همدې مسئلې يوه برخه ده، په دې وروستيو کې په واشنګټن کې د سوداګرۍ او پانګونې په اړه د لوړې کچې خبرې اترې بشپړې شوې، په دې اونۍ کې د انرژۍ، امنيت او اقليمي بدلون په اړه د لوړ پوړو چارواکو خبرې اترې روانې دي.