پاکستان تحريک انصاف (پي ټي آئي) د پنجاب په انتخاباتو کښې د ماتحت عدليې نه د ضلعي ريټرننګ افسر (ډي آر او) او ريټرننګ افسر (آر او) ګمارلو لپاره اليکشن کميشن ته رجوع کړې ده

0
179

باغي ټي وی رپورټ
پاکستان تحريک انصاف (پي ټي آئي) د پنجاب په انتخاباتو کښې د ماتحت عدليې نه د ضلعي ريټرننګ افسر (ډي آر او) او ريټرننګ افسر (آر او) ګمارلو لپاره اليکشن کميشن ته رجوع کړې ده۔

د تحريک انصاف مشر شاه محمود قريشي د پنجاب صوبې اليکشن کميشنر ته يو خط ليکلي چې پکښې د پنجاب اسمبلۍ انتخاباتو لپاره د ضلعي ريټرننګ افسر او ماتحت عدليه نه د يو ريټرننګ افسر د مقررولو غوښتنه شوې ده۔

پي ټي آئي د اليکشن ايکټ 2017 د سيکشن 50 او 51 لاندې اليکشن کميشن ته درخواست کړې او د پاکستان د آئين د 218 مادې حواله شوې ده.

د تحريک انصاف مشر ميا اسلم اقبال دغه خط د اليکشن کميشن پنجاب دفتر کښې ترلاسه کړے دے۔

په خط کې ويل شوي دي چې د پنجاب په انتخاباتو کې دې ريټرننګ افسر د ماتحت عدليې څخه واخستل شي، دا عمل د پاکو او شفافو انتخاباتو لپاره ضروري دى.

Leave a reply