مشهور خطاط صالح المنصف چې د سعودي عربستان بیرغ یې ډیزاین کړی و، وفات شو

0
191

باغي ټی وی رپورټ
مشهور خطاط صالح المنصف چې د سعودي عربستان بیرغ یې ډیزاین کړی و، وفات شو.

د عربي رسنیو د راپور له مخې، د سعودي خطاط صالح المنصف چې د سعودي عربستان د بیرغ له سپین رنګ څخه د کلمې طیبې ډیزاین او توره یې تازه کړې وه، د ۸۶ کالو په عمر د سلطنتي بیرغ له ورځې مخکې ومړ. د راپورونو له مخې المنصف لومړنی سعودي خطاط و چې د ۱۹۶۰ لسیزې په لومړیو کې یې د تکنالوژۍ او چاپولو وسایلو له نشتوالي سره سره د سعودي عربستان په بیرغ باندې توره او کلمه په سپین رنګ لیکل.

سربیره پردې، هغه یو له لومړنیو خطاطانو څخه و چې د امام محمد بن سعود پوهنتون د څو فارغ شویو محصلینو په سندونو کې یې د لاس لیکل شوي.

د يادونې وړ ده چې روانه مياشت د سعودي عربستان پاچا سلمان يو فرمان صادر کړ چې هر کال د مارچ په يوولسمه نېټه د بيرغ ورځ نمانځي.

په شاهي فرمان کې پاچا سلمان ویلي، چې د ۱۹۳۷ کال د مارچ په ۱۱ مه د ۱۳۵۵ هجري لمریز کال د ذوالحجې په ۲۴ مه پاچا عبدالعزیز د هېواد ملي بیرغ تصویب کړ، چې نن زموږ د ټولو په وړاندې دی.

Leave a reply