د تحریک انصاف ګوند په لاهور هائي کورټ کښې د دفعه 144 نافذولو خلاف اعتراض کړی دی
باغي ټی وی رپورټ
د پاکستان تحریک انصاف ګوند په لاهور هائي کورټ کښې د دفعه 144 نافذولو خلاف اعتراض کړی دی.
د تحريک انصاف مشر حماد اظهر لاهور هائي کورټ کښې درخواست دائر کړے دے۔
درخواست کښې استدعا شوې چې د پي ټي آئي جلسې ته دې سيکيورټي ورکړے شي، نگران حکومت د دفعه 144 لګولو سره د قانون خلاف ورزي کړې ده۔
درخواست کښې وئيلي شوي دي چې مريم نواز ته د جلسې کولو اجازت ورکولو سره تحريک انصاف سره تبعيض کيږي۔
درخواست کښې غوښتنه شوې چې لاهور کښې د دفعه 144 نافذولو نوټيفيکيشن دې کالعدم ګرځولې شي۔