د مسلم ليګ ن چيف آرگنائزر او مشرې مريم نواز د پاکستان تحريک انصاف لخوا د جلسې منسوخولو په اړه خپل ردعمل څرګند کړے دے

0
101

باغي ټي وی رپورټ

په سوشل ميډيا جاري شوي يو بيان کښې مريم نواز ليکلي چې هغه کسان چې د پوليسو له وېرې “حرکتونه” لغوه کوي هغه ګيلان بلل کيږي.

مريم نواز په ټولنيزه ميډيا ليکلي چې هغه څوک چې د مشرف هر خنډ ماتوي او له مخې يې رهبري کوي هغه نواز شريف نومېږي، هغه زمری زړه مشر چې ګوجرانواله ته له رسېدو مخکې يې عدليه بحال کړه، نواز شريف نومېږي.

ياده دي وي چي د پاکستان تحريک انصاف چيرمين عمران خان تيره ورځ اعلان کړي وو چي د اتوار په ورځ به يوه جلسه کوو چي مشري به ئې زه پخپله کوم او دا جلسه ئي د يوې ورځي لپاره ځنډولې ده۔

Leave a reply