د بلوچستان په بولان ولسوالۍ کې د صوبايي اسمبلۍ د غړي سردار خان رند د زوی سردار خان رند پر کاروان د چاودنې له امله دوه امنیتي ساتونکي وژل شوي او یو تن ټپي شوی دی.

0
169

باغي ټي وی رپورټ
د بلوچستان په بولان ولسوالۍ کې د صوبايي اسمبلۍ د غړي سردار خان رند د زوی سردار خان رند پر کاروان د چاودنې له امله دوه امنیتي ساتونکي وژل شوي او یو تن ټپي شوی دی.
د ليويز چارواکو ترمخه دصوبائي اسمبلۍ غړي سردار يارمحمد رند زوي سردار خان رند دډدر څخه دډدر په لوري روان ؤ کله چې دډادر اؤ سنيانو ترمينځ سيمه نوشمان سره نزدې د سړک غاړې چاؤديدونکي مواد چاؤدنه وشوه.

په چاودنه کې میر سردار خان رند خوندي پاتې شو، د سردارخان رند ۲ ساتونکي محمد عمر او محمد حسن ووژل شول او محمد رمضان ټپي شو.

د ليويز چارواکو ترمخه مړى او ژوبل کسان سول هسپتال ته رسولي شوي دي او بل اړخ ته ئي د پيښي اطلاع ترلاسه کولو سره ډپټي کمشنر بولان سميع الله اغا او نور چارواکي موقع ته رسيدلي او سيمه ئي کلابنده کړي ده۔

د بلوچستان وزيراعلي عبدالقدوس بزنجو د سردار خان رند په قافله د بمي چاؤدنې په سختو ټکو کې غندنه کړې او د ترهگرۍ په پېښه کې يې د دوه امنيتي ساتونکو په شهادت او د نورو ژوبلو په اړه د خواشينۍ او خواشينۍ څرگندونه کړې ده او د دغه ترهه ګرۍ په پېښه کې يې د ژوبل کېدو هدايات کړي دي.

Leave a reply