د عمران خان د نن ورځې د جلسې له اعلان وروسته د پنجاب حکومت په لاهور کې د دفعه 144 نافذولو سره رېنجرز ته امر کړی چې په جلسو به بنديز ولګول شي

0
211

باغي ټي وی رپورټ
د عمران خان د نن ورځې د جلسې له اعلان وروسته د پنجاب حکومت په لاهور کې د دفعه 144 نافذولو سره رېنجرز ته امر کړی چې په جلسو به بنديز ولګول شي.

د اطلاعاتو نگران وزير عامر مير وئيلي دي چې د پاکستان تحريک انصاف مشر يو ځل بيا په يو مهم ورځ د جلسې اعلان کړے دے چې پکښې د پي ايس ايل ميچ، يو څلويښت کلوميټره ميراتن او د سائيکل ريس نن لاهور کښې کيږي۔ پیښیږي

عامر میر وویل چې د هر ډول ناوړه پیښې مخنیوي لپاره دفعه 144 نافذ شوی دی.

انتظاميې د پي ټي آئي سره خبرې اترې کړي او هغوي ته يې ويلي دي چې د جلسې نيټې مخ په وړاندې بوځي.

دسرچينو ترمخه پنجاب حکومت دکومې ناخوالې سره دمقابلې لپاره رېنجرز هم رابللى دى.

سرچينې وائي نن سحر ددفعه 144 له امله به په زمان پارک اؤ نورو مهمو ځايونو کې رېنجرز گڼل کيږي.

ياده دي وي چي د پي ټي آئي چيرمين عمران خان نن ماسپښين دوه نيمي بجي د انتخابي جلسي اعلان کړي وو۔

عمران خان ویلي چې زه به پخپله لاهور کې د انتخابي جلسې مشري کوم، زه پوهیږم چې دوی باید له ټاکنو څخه د وتو لپاره څه وکړي، دوی غواړي ما ووژني، دوی کولی شي بل څوک ووژني.

Leave a reply