د پاکستان تحریک انصاف مشر شاه محمود قریشي د پارټۍ کارکنانو ته هدایت کړی چې د 144مې مادې د بندیز باوجود نن زمان پارک ته ورشي

باغي ټي وی رپورټ
لاهور کښې ميډيا سره خبرو کښې شاه محمود قريشي اوويل چې د آرټيکل 144 هيڅ جواز نه لري او دا فيصله به چيلنج کوي۔
ده ووئيل چې د دفعه 144 خلاف به د اتوار په ورځ د رخصتۍ باوجود لاهور هائي کورټ ته هم ځي۔
شاه محمود قريشي وويل دلاهور اليکشن کميشن څخه به غوښتنه کوي چې نگران حکومت ورته پابند دى، که دانتخاباتو اعلان شوى وي نو بيا د جلسې د منع کولو جواز نشته.
نوموړي کارکنانو ته د پرامنه پاتې کیدو هدایت وکړو او وویل چې نن ماسپښین دوه بجې زمان پارک ته ورسېږي، عمران خان به نن د جلسې مشري کوي.
د يادونې وړ ده چې د عمران خان د نن ورځې د جلسې د اعلان نه وروستو د پنجاب حکومت په لاهور کې د دفعه ١٤٤ نافذولو سره رېنجرز ته بللي او هلته به په جلسو بنديز لګوي.





