د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مشر ارسلان تاج په کراچۍ کې نیول شوی دی
باغي ټي وی رپورټ
د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مشر ارسلان تاج په کراچۍ کې نیول شوی دی.
د پي ټي آئي وياند ترمخه ارسلان تاج ګلشن اقبال کښې د هغه د کور نه نيولې شوې دې۔
ویاند ویلي دي چې ارسلان تاج په ساده جامو کې د پولیسو لخوا نیول شوی دی.
بل خوا په کراچۍ کې د سېند اسمبلۍ د غړي راجا اظهر په کور نن سهار د پوليسو لخوا چاپه وهل شوې ده.
د پي ټي ايي وياند ويلي د راجا اظهر کورنۍ د پوليسو لخوا ځورول شوې ده.
د ترجمان وینا ده چې د کراچۍ پولیس د چاپې په مهال ایم پی اے راجا اظهر په کور کې موجود نه وو.