د کراچۍ په شارع فیصل کې یوې نرسري ته څېرمه په یوه ۱۶ پوړیزه ودانۍ کې اور لګېدلی, د سند ایالت والي د پېښې په اړه راپور غوښتی دی

0
212

باغي ټي وی رپورټ
د کراچۍ په شارع فیصل کې یوې نرسري ته څېرمه په یوه ۱۶ پوړیزه ودانۍ کې اور لګېدلی, د سند ایالت والي د پېښې په اړه راپور غوښتی دی.

د چارواکو په وینا، د ودانۍ اور د اور وژنې د 12 څخه د زیاتو اور وژونکو، 2 سنارکلونو، 2 د اوبو باؤزرونو او د اوبو څو ټانکرونو په مرسته کنټرول شوی او په پیښه کې یو تن ټپي شوی دی.

د پورټ وے ټرېډ سنټر په نوم د ۱۶ منزله ودانۍ اورونه له لرې لېرې کېدل.

د اور وژنې چارواکو دا د دریمې درجې اور اعلان کړ، او د اور کنټرول لپاره د ښار له ګوټ ګوټ څخه د اور وژنې ټیمونه وغوښتل شول.

د چیف فائر افسر اشتیاق احمد په وینا، زیاتره دفترونه په تجارتي ودانۍ کې موقعیت لري.

د سندهـ ګورنر د پېښې رپورټ غوښتی او ویلي یې دي چې اورلګېدنه یوه تصادفي یا دسیسه ده او په دې اړه به پلټنې وشي.

د کراچۍ اسسټنټ کمشنر فيروز آباد عظميٰ سولنګي وئيلي دي چې ودانۍ خالي وه چې له وجې پکښې کوم ځاني زيان نه دې رسيدلي نو د غير قانوني سائنبورډونو خلاف به کارروائي کيږي۔

د يادونې وړ ده، چې اورلګېدنه د شپې په ۱۰:۱۰ بجې رامنځته شوه او د اور لګېدنې خبر ترلاسه كېدو سره سم د اور وژنې ټانډر سيمې ته واستول شو.

د اور وژنې عملې سره د پاکستان د سمندري ځواکونو د اور وژنې عملې هم برخه اخستې وه.

بل خوا له شارع فيصل څخه هوايي ډګر ته تلونکې لار د څه مودې لپاره د ټرافيکو پرمخ تړل شوې وه، خو د اور تر کنټرول وروسته دغه لار د ټرافيکو پرمخ پرانيستل شوه.
د پولیسو او رینجر یوه ډله هم د پیښې ځای ته رسیدلې، چارواکو زیاته کړه چې د اور وژنې ودانۍ ته نږدې د پټرول پمپ هم تړل شوی دی.

Leave a reply