روغتیا وزارت: فراه ولایت کې د روغتیا مسؤلینو ۱۵ ټنه تاریخ تیر توکي او درمل سوځولي.

0
40

روغتیا وزارت: فراه ولایت کې د روغتیا مسؤلینو ۱۵ ټنه تاریخ تیر توکي او درمل سوځولي.

11 مارچ شنبه 2023

د فراه د عامې روغتيا رياست مسوولين وایي، چې په دغه ولایت کې ۱۵ ټنه تاریخ تېره توکي او درمل وسوځول شول.

 

د دغه ولایت د عامې روغتیا ریاست مسوولينو د باختر خبري آژانس ته ویلي چې په روان کال کې د یاد ریاست د نظارت ټيمونو له لوري د ښار له بېلابېلو سيمو څخه ۱۵ ټنه تاریخ تېره توکي او درمل راټول کړي وو، چې نن له منځه يوړل شول.

اړوند موضوعات

ننګرهار کې د خوړو او درملو ملي ادارې ۵۰ټنه بې کیفیته او تاریخ تیر درمل او خوراکي توکي هدر کړل.

 

د یادونې وړ ده، چې د اسلامي امارت له بریا سره سم د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د تاریخ تېره توکو او درملو پر وړاندې جدي مبارزه پیل شوې او تر دې دمه په بېلابېلو ولایتونو کې سلګونه ټنه تاریخ تېره توکي او درمل له منځه وړل شوي دي.

Leave a reply