د پاکستان پيپلز پارټۍ مشر او د سندهـ اطلاعاتو وزير شرجيل انعام ميمن وايي، د پي ټي ايي هدف په ملک کې ګډوډي خپرول دي، دوی په مړو سياست غواړي

0
190

باغي ټي وی رپورټ
د پاکستان پيپلز پارټۍ مشر او د سندهـ اطلاعاتو وزير شرجيل انعام ميمن وايي، د پي ټي ايي هدف په ملک کې ګډوډي خپرول دي، دوی په مړو سياست غواړي.

کراچۍ کې یوې غونډې ته په وینا کې شرجیل میمن وویل چې د عمران خان اراده هیواد د تباهۍ کندې ته اچول دی، د عمران خان ټول سیاست په دروغو ولاړ دی، فیصل واوډا وویل چې د مړو سیاست غواړي.

ده ووئيل د الېكشن كمېشن له مخې عمران خان له بهر نه فنډونه ترلاسه كوي، د هند او اسرائيلو خلقو عمران خان ته فنډونه وركړي، عمران يوازې كرسۍ نه غواړي، هېواد يې د تباهۍ کندې ته وړي۔
دوي وويل عمران خان په غيرقانوني ميډيټ سره حکومت ته راغلى، عمران خان هغه څوک دى چې احسان يې هير کړى دى، عمران خان د بل ملک په امر عمل کوي.

د سندهـ اطلاعاتو وزير وويل عمران خان اوس له شاه محمود قريشي سره ستونزه لري.

Leave a reply