سعودي عرب او ايران ترمينځه د سفارتي تعلقاتو بحالولو د معاهدې هرکلے کړے دے

باغي ټي وی رپورټ
وزيراعظم شهباز شريف د سعودي عرب او ايران ترمينځه د سفارتي تعلقاتو بحالولو د معاهدې هرکلے کړے دے۔
شهباز شريف وويل دغه تړون په مينځني ختيز او اسلامي نړۍ کې دامن اؤ ثبات اؤ اقتصادي پرمختيا لپاره يوه ښه نښه ده.
هغه وويل چې د چين په منځګړيتوب شوی تړون ښيي چې په ټوليز حکمت سره ګټل شونی دی.
د يادونې وړ ده، چې د سعودي عربستان او ايران ترمنځ ډيپلوماټيکې اړيکې له ٢٠١٦ زېږديز کال راهيسې پرې شوې وې او د بېرته رغولو پرېکړه يې پرون اعلان کړه.
د نړۍ مشرانو د سعودي عربستان او ایران ترمنځ د اړیکو د بیا رغولو د پرېکړې هرکلی کړی دی.






