آئي جي پنجاب عثمان انور د پاکستان تحريک انصاف د وژل شوي کارکن علي بلال عرف ظل شاه کور ته لاړو او د هغه په مړينه ئي د ورثاؤ سره خواخوږي څرګنده کړه

0
185

باغي ټي وی رپورټ

آئي جي پنجاب عثمان انور د پاکستان تحريک انصاف د وژل شوي کارکن علي بلال عرف ظل شاه کور ته لاړو او د هغه په مړينه ئي د ورثاؤ سره خواخوږي څرګنده کړه۔

آئي جي پنجاب د پنجاب نګران وزيراعلي محسن نقوي په هداياتو د وژل شوي ظال شاه د کورنۍ غړو سره وليدل او وارثانو ته ئي د پيښي د پلټنو خبر ورکړو۔

ياده دي وي چي تيره ورځ نگران وزيراعلي پنجاب محسن نقوي او آئي جي پنجاب عثمان انور يو شريک پريس کانفرنس کښي دعوه کړي وه چي ذال شاه د ګاډي د ټکر له وجي مړه شوي او ظال شاه د پي ټي آئي کارکن هسپتال ته راوستي وو چا چي د پيښي رپورټ ياسمين راشد ته اوکړو۔ بیا یاسمین راشد له دوی وغوښتل چې زمان پارک ته لاړ شي او هلته د ذالشاه د وژنې سیاسي دسیسه جوړه شوې وه.

بل خوا د پاکستان تحریک انصاف د نگران اعلی وزیر محسن نقوي او آئي جي پنجاب خبري کانفرنس د ذولشاه د وژنې د پټولو هڅه بللې او د لاهور هائي کورټ له جج څخه یې د پېښې د عدالتي تحقیقاتو غوښتنه کړې ده. .

Leave a reply